دغه بلاګ تراوسه په جوړیدو دی

,

د لمانځه فرضونه ، شرطونه ، ارکان ، واجبات

د لمانځه فرضونه
دلمانځه فرضونه شپاړلس دي چې نهه( ٩ ) له لمانځه نه دباندې او اووه( ٧ )په لمانځه کې دننه دي. دلمانځه نه د باندې فرضو ته د لمانځه شرطونه وايي او د لمانځه دننه فرضونو ته د لمانځه رکنونه وايي . د شرطونو د پوره کولو ، او د رکنونو د ادا کولو نه پرته لمونځ نه کيږي.

د لمانځه شرطونه

١) د بدن پاکوالی
٢) د جامو پاکوالی
٣ ) دلمانځه د ځای پاکوالی
٤ ) اودس کول په هغه صورت کې چې اودس ونه لري او که جنب وي غسل کول ، او که اوبه نه وي او يا له استعمال څخه عاجز وي نو تېمم وهل .
٥ ) د عورت پټول .
٦ ) د کعبې شريفې په لورې مخ کول .
٧ ) د لمانځه نيت .
٨ ) تکبير تحريمه (( لومړی تکبير ))
٩ ) د لمانځه د وخت داخلېدل

د لمانځه ارکان

١ ) قيام ، يعنې نېغ ودرېدل په داسې شان سره چې لاسونه يې زنګنونو ته ونه رسي .
٢ ) قرات ، يعنې لږ تر لږه د قرآن شريف يو آيت لوستل
٣ ) رکوع
٤ ) سجده
٥ ) وروستۍ قعده : يعنې د التحياتُ څخه د عَبدُ هُ وَرَسُولَهُ ، پورې د وېلو په اندازه کېناستل .
٦ ) له لمانځه څخه په عمل خپل سره وتل
٧ ) ترتيب دی د لمانځه د هغو ارکانو تر مېنځ چې په ټول لمانځه کې يو ځل راغلي ، لکه تکبير تحريمه او آخره قعده ، او يا د لمانځه په هر رکعت کې يو ځل راغلي دي ، لکه قيام او رکوع .

د لمانځه واجبات

د لمانځه واجبات په لاندې ډول دي .
١ ) د فاتحې ، الحمد لله ، د سورت لوستل.
٢ ) د فرض لمانځه په دوه لومړيو رکعتونو او د سنتونو او نفلونو په هر رکعت کې د فاتحې د سورت سره د قرآن کريم د کوم بل سورت او يا څو آياتونو د قرات پېوسته کول .
٣ ) د فرض لمونځ د دوه لومړيو رکعتونو ټاکل د قرات د پاره .
٤ ) په دواړو قعدو کې د تشهُد لوستل .
٥ ) لومړۍ قعده .
٦ ) د وترو په وروستي دريم رکعت کې د قنوت د دعا لوستل .
٧ ) د دواړو اخترونو د لمونځونو تکبيرونه
٨ ) په جهري لمانځه کې د امام لخوا قرائت په زوره لوستل
٩ ) په خُفيه لمانځه کې قرائت په پټه سره لوستل .
١٠ ) د ارکانو تعديل : يعنې ارکان په طمانيه او آرامتيا سره پوره ادا کول .
١١ ) د جماعت په لمانځه کې د امام متابعت.

د لمانځه سنتونه

١ ) د لومړي تکبير وېلو په وخت کې نارينه ولره د غوږو تر نرمېو پورې ، او ښځو لره د اوږو تر سرونو پورې دواړه لاسونه پورته کول .
٢ ) د لاسونو د پورته کولو په وخت کې وتې په خپل حال پرېښودل .
٣ ) په لوړ آواز د امام تکبير وېل .
٤ ) د ښي لاس ايښودل په کيڼ لاس باندې په داسې ترتيب سره چې د ښي لاس غټه او خچه ګوتې د کيڼ لاس له مړوند څخه حلقه شي ، او درې نورې ګوتې يې د کيڼ لاس په تخته ، بند ، باندې راشي .
٥ ) د نارينه و د پاره د نامه د لاندې ، د ښځو لپاره په سينه د لاسونو تړل .
٦ ) په خفيه د اعوذُ بِاللهِ لوستل .
٧ ) په خفيه د بِسمِ الله لوستل .
٨ ) په خفيه د ثنا سُبحانَکَ اللهُمه لوستل .
٩ ) د وَلاَالضَآلِين څخه وروسته آمين وېل .
١٠ ) د انتقالاتو تکبير وېل .
١١ ) په رکوع کې درې ځلې (( سُبحَانَ رَبِیَ العَظَيم )) وېل .
١٢ ) په رکوع کې د لاسونو په ګوتو د دواړو زنګنونو ټينګ نيول .
١٣ ) امام لره (( سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه )) او مقتدي لره (( رَبَنا وَلَکَ الحَمدُ )) او يواځې لمونځ کوونکي لره د دواړو وېل .
١٤ ) وروسته له رکوع څخه قومه کول . ( سم نېغ ودرېدل )
١٥ ) سجده په داسې ترتيب کول ، چې اول به زنګنونه بيا لاسونه ، بيا پوزه او ورپسې تندی د دواړو لاسونو په مېنځ کې کېږدي ، څنګلې به له اړخونو نه ، او ګيډه به له ورنونو ، او ورنونه به له پنډيو نه ، او پنډۍ به له ځمکې نه لرې ساتي . او د پښو ګوتې به قبلې ته مخامخ کوي . ښځه به څنګلې د اړخونو ، ګېډه به د ورنونو او ورنونه به د پنډيو ، او پنډۍ په د ځمکې سره نښلوي .
١٦ ) په سجده کې درې ځلې (( سُبحانَ رَبِیَ الاَ علی )) وېل .
١٧ ) د دواړو سجدو په مېنځ کې جلسه (( کېناستل ) او په زنګنونو باندې د دواړو لاسونو اېښودل .
١٨ ) د نارينه و د پاره د ښي پښې ودرول او د کيڼې پښې غوړول ، او ورباندې کېناستل . ښځې لره د دواړو پښو ښي خوا ته ويستل او په کيڼ کوناټي کېناستل .
١٩ ) په وروستۍ قعده کې د تشهد څخه وروسته درود او دعا لوستل .
٢٠ ) د اَاسَلامُ عَليکُم وَرَحمَتهُ اللهِ په وېل سره مخ ښي او بيا کيڼ طرف ته ګرځول .

Edit Post…

ستاسو تبصره؟