ګل
پاچا الفت په کال ۱۹۱۰ کی د لغمان ولایت په خواجه عزیز خان کلی کی زيږیدلی
دی . د مکتب او ټولو زده کړی تر فارغیدو وروسته ګل پاچا الفت په کال ۱۹۳۵
کی د انيس
ورځپاڼی په دفتر کی د کاتب په حيث مقرر شو. وروسته تر زیاتی مودی ګل پاچا
الفت د ژورنالست په حيث و پیژندل شو او څه د پاسه ۳۵ کاله يی د انيس د
ورڅپاڼی سره کار وکړ .ګل
پاچا الفت په همدغه ورځپاڼه کی خپل زیات مضامين او مقالی په پښتو او دری
ژبه خپری کړی دی . دده مورنی ژبه پښتو وه ليکین په دری ژبه کی يی پوره
مهارت درلود او
خپلی مقالی يی په دواړه ژبو خپرولی .
پاچا الفت د افغانستان له مهمواو مشهوره عالمانو په جمله کی راځی . کوم
وخت چی د ويښ زلمیانو بنسټ په کال ۱۹۴۱ کی په کندهار او کابل کی کيښودل شو ،
ګل پاچا
الفت د دی اولين سیاسی ګوند په اولين ګام کی ور سره ملګری وو.
ويښ زلمیان د
افغانستان اولين سیاسی حرکت وو چی هدف يی په افغانستان کی ديموکراسی وه.
په ويښ زلمیانو کی د ګل پاچا الفت ملګری عبدالروف بينوا ،
فیض محمد انګار ، عبدالاحد عارض ، صديق الله رښتین ، محمد موسی شفيق ، غلام
حسن صافی ، عبدالشکور رشاد او نور منور عالمان وه .په
افغانستان کی ددیموکراسی بنسټ د ويښ زلمیانو په وخت کی کیښودل شو چه له
هغی جملی نه د افغانستان اولين اساسی قانون په کال ۱۹۶۴ کی د ديموکراسی پر
بنسټ امضأ شو
او پارلمانی ټاکنی تر سره شوی
ګل
پاچا الفت د افغانستان له نامتو شاعرانو نه وو چه په دواړو رسمی ژبو پښتو
اودری يی زيات شعرونه ليکلی او خپاره کړی دی . ګل پاچا الفت دخوشال خان
ادبی جايزه او
د ابو علی سینا (ابن سینا) علمی جايزه تر لاسه کړی ده . په کال ۱۹۵۱ کی ګل
پاچا الفت يوه مجله د »اولس« په نامه خپره کړه . ددی مجلی مسئول مدير او د
امتیاز خاوند تر ۱۹۵۳ پوری ګل پاچا الفت پخپله وو
.ګل
پاچا الفت ۲۵ کتابونه او تر شمیر وتلی شعرونه لیکلی دی . ده په خپلو
شعرونو کی تل د افغان ولس لپاره دیموکراسی او د مطبوعاتو او بیان ازادی
غوښتی ده
.ګل
پاچا الفت په ۱۹ دسامبر ۱۹۷۷ له دی دنیا نه د همیشه لپاره سترګی پټی کړی .
جنازه یی د خپل زيږید نی په ځای خواجه عزیز خان کلی کی خاوره ته وسپارل شو
.
ستاسو تبصره؟